د اسراییل دفاع وزیر: د یرغمل‌شویو د نه‌خوشې‌کېدو په صورت کې به «د دوزخ دروازې» خلاصې شي

پرون

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاتز د حماس پر مشرانو د نیوکې ترڅنګ وايي، چې د دغې ډلې مشران د غزې د ویجاړۍ مسوول دي. هغه پرون (چهارشنبه) په یوې خبري غوڼده کې زیاته کړې، چې د «سنوار وروڼو» غزه ویجاړه کړې ده.

د اسراییل د دفاع وزیر په وینا؛ د یادې ډلې قوماندان عزالدین الحداد غزه پر کنډوالې بدله کړې ده.

هغه وویل: «د حماس مشران په بهر کې په لوکسو ماڼیو او هوټلونو کې ژوند کوي او په داسې حال کې چې دوی جشن لمانځي، د یرغمل‌شویو کسانو له خوشې‌کېدو نه انکار کوي.»

هغه خبرداری ورکړی، چې د یرغمل‌شویو د نه‌خوشې‌کېدو په صورت کې به د «دوزخ دروازې» خلاصې او ‌ډېرې ناوړه پایلې ولري.

نور خبرونه

رادیو