د روسیې د هوايي چلند چارواکو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې د انتونوف-۲۴ مساپر وړونکې الوتکې سره یې اړیکه پرې شوې ده. په دغه الوتکه کې ۵۰ کسان سپاره وو.
روسي چارواکو ویلي، الوتکه په تېنډا ښار کې خپل موخې ته نږدې وه چې له رادار نه وتلې ده. د راپورونو لهمخې؛ د الوتکې د لټون عملیات پیل شوي دي.
د روسیې د امور سیمې والي زیاته کړې، چې په الوتکه کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۴۳ مساپر او د الوتکې شپږ کارکوونکي ناست وو.