د جرمني د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر ویلي درې افغان پناه غوښتونکي چې ټاکل شوې وه د تېرې جمعې په ورځ له ۸۱ نورو افغانانو سره یوځای له جرمني وایستل شي، له الوتنې څو ساعته وړاندې تښتېدلي.
شوستر له مرکزي حکومت غوښتنه کړې چې د افغانانو د ایستلو بهیر چټک او منظم کړي.
تېره جمعه، جرمني۸۱ افغان پناه غوښتونکي چې له مخکې یې د جرمونو سابقه درلوده، کابل ته واستول.
دا د طالبانو له واکمنېدو وروسته لږ تر لږه دوهم ځل دی چې جرمني افغانان اخراجوي.
شوستر د جرمني له اېم ډي اررسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «دغو کسانو ځانونه پټ کړي او اوس ورک دي، زه ګومان کوم چې هغوی چېرې پناه اخیستې ده».
هغه دا هم وویل چې له دې درې کسانو څخه یو بېرته موندل شوی، خو دوه نور لا هم ورک دي.
د جرمني فدرالي حکومت د دغو کسانو ټول مالي امتیازات قطع کړي دي.
د جرمنۍ ورځپاڼې ویلټ د رپوټ له مخې، محکمې له وړاندې د دې درې کسانو د خوشې کولو حکم ورکړی و، ځکه د دوی وکیلانو له اخراج وړاندې د پناه غوښتنې نوې عریضې ورکړې وې.
شوستر، چې د مسیحي دموکرات ګوند غړی دی، د پناه غوښتنې د تکراري غوښتنلیکونو له امله د اخراج بهیر بندېدل «نه منونکي» بللي او ویلي یې دي چې باید له دې بهیر څخه د ناوړه استفادې مخنیوی وشي.
هغه غواړي دا موضوع د ایالتي وزیرانو په کنفرانس کې راپورته کړي او له مرکزي حکومت څخه یې غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو پروسه منظمه او دوامداره کړي.