د اوکراین د ملي امنیت شورا منشي رستم عمروف د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ترمنځ د مخامخ خبرو اترو غوښتنه کړې ده. هغه زیاته کړې :«د دواړو هېوادونو ولسمشرانو لیدنه دې تنظیم او لومړیتوب ورکړل شي.»
عمروف همداراز غوښتنه کړې، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دې په دې لیدنه کې ګډون وکړي.
دغه وړاندیز په استانبول کې د روسیې او اوکراین ترمنځ د مذاکراتو له نوي پړاو سره سم مطرح شوی دی.
ورته مهال د روسیې استازي ویلي، چې دواړو خواوې مفصل غږېدلي؛ خو توپیرونه لاهم لوی دي.
روسیې او اوکراین په دې مذاکراتو کې د ۱۲۰۰ اسیرانو پر تبادلې هوکړه کړې او همداراز مسکو چمتووالی ښودلی دی، چې د درې زره اوکرایني ځواکونو جسدونه به کېیف ته وسپاري.