د بنګلدېش او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په درې شل اوریزه لوبلړۍ کې بنګلدېش په لومړیو دوو پرله پسې لوبو کې پاکستان ته ماتې ورکړه او دغه لړۍ يې په خپل نوم کړه.
پاکستان یوازي په وروستۍ درېيمه لوبه کې بنګلدېش ته د ۷۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.
د بنګلدېش او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دریو شل اوریزه سیاليو د وروستۍ لوبې پچه کوربه لوبډلې بنګلدېش وګټل او لومړی يې د توپ اچونې او ډګر ساتنې پرېکړه وکړه.
پاکستان لوبډلې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۹ منډو هدف وټاکه.
بنلګدېش لوبډله په ۱۶.۴ اورونو کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۰۴ منډې جوړې کړې او د ۷۴ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.
د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بنګلدېش پاکستان لوبډلې ته د ۷ ویکټو او په دویمه لوبه کې د ۸ منډو په توپير ماتې ورکړې وه او دغه لړۍ يې په خپل نوم کړه.
د لوبلړۍ غوره لوبغاړي بنګلديشي لوبغاړی جاکير علي وټاکل شو.