د طالبانو سترې محکمې په بلخ کې یوه ښځه په دُرو ووهله

۲ ورځې مخکې

د طالبانو ستره محکمه وايي، د بلخ ولایت د ښاري ابتدایه محکمې له پرېکړې وروسته یوې ښځې ته د «نامشروع اړیکو» په جرم نن په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د دغې محکمې په وینا، دغه ښځه د بلخ ولایت د ښاري ابتدایه محکمې په انګړ کې ۳۹ دُرې وهل شوې ده.

د محکمې په خبرپاڼه کې د نامشروع اړیکو د څرنګوالي په تړاو نور جزییات نه دي ورکړل شوي خو د دغه ولایت د طالبانو امربالمعروف او نهی عن المنکر رييس پر والدینو د اولادونو د حق او همداراز د ودونو چارو د اسانه کولو په تړاو خبرې کړې دي.

د دغې اړیکې د مقابل لوري په تړاو هېڅ نه دي ویل شوي.

د بشري حقونو اړوند سازمانونه د طالبانو دغه ډول کړنو ته د بشري حقونو د نقض په سترګه ګوري او د درېدو غوښتنه یې لري.

نور خبرونه

رادیو