اسوشټېډ پریس، فرانس پریس، بي بي سي او رویټرز د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په غزه کې د خپلو خبریالانو په اړه ژوره اندېښنه ښودلي او وايي، د دوی خبریالان د غزې د اوسېدونکو په څېر له لوږې او سختو ستونزو سره مخ دي.
د نړۍ یادو څلورو مشهورو رسنیو او خبري اژانسونو د پنجشنبې په ورځ په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي، چې په غزه کې د روان وضعیت له امله ورځ تر بلې د دوی خبریالان او کورنۍ یې د خوړو پیدا کولو توان له لاسه ورکوي.
په دې ګډه اعلامیه کې لیکل شوي:«دا خپلواک خبریالان په غزه کې له څو میاشتو راهیسې د نړۍ لپاره سترګې او غوږونه پاتې شوي، خو اوس هغوی هم د همغو خلکو په شان له سختو حالاتو سره مخ دي، چې راپورونه یې ترې ورکوي.»
د رسنیو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې خبریالان تل په جنګي سیمو کې له ډېرو سختیو او محرمیتونو سره مخ وي، خو اوس په غزه کې د دوی خبریالان د لوږې له ګواښ سره مخ دي.
یادو رسنیو پر اسراییل غږ کړی، چې په غزه کې دې خلکو ته د خوړو او مرستو رسولو ترڅنګ خبریالانو ته دننه او بهر د تګ راتګ اجازه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې په غزه کې روغتیايي چارواکو ویلي، چې په تېرو څو ورځو کې په غزه کې ۱۱۱ کسان د لوږې له امله مړه شوي دي.