له کرښې اخوا د تورخم ترمینل مدیریت، چې د پاکستان ملي لوژستیک شرکت (اینایلسي)تر واک لاندې فعالیت کوي، د داخلې فیسونو په اړه نوې لایحه اعلان کړې چې د وسایطو د ډول او د هغوی د بار له مخې به له هر داخلېدونکي موټر څخه زرګونه روپۍ فیس اخیستل کېږي.
د پاکستان ملي لوژستیک شرکت (اینایلسي) د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر دویمه د یوه بروشور او اعلان په ترڅ کې وویل، چې د ۲۲ ټایرونو والا ټیلر موټرو فیس ۱۷۰۰۰ کالدارې، له ۶ تر ۱۰ ټیرونو والا موټرو ۱۴۰۰۰ کالدارې، د ۴ ټایرونو والا موټرو فیس ۱۱۰۰۰ پاکستاني روپۍ او د تشو موټرو فیس ۵۰۰۰ پاکستانۍ روپۍ دی.
پاکستاني چارواکو اعلان کړی چې دغه فیسونه به د روان کال د اګست له ۱۴مې نېټې وروسته په رسمي ډول پلي شي.
د فیسونو د اعلان ترڅنګ، د این ایل سي ادارې د خبرداري یادښتونه هم د ترمینل په داخل او شاوخوا سیمو کې لګول شوي، چې موټر چلوونکي او سوداګر ترې پر وخت خبر شي.
د تورخم دروازه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت لپاره یوه مهمه لاره ده. د نویو فیسونو اعلان ښايي پر سوداګرۍ او موټر چلوونکو منفي اغېز ولري، ځکه ډېری یې له وړاندې د لګښتونو د زیاتوالي له امله اندېښمن دي.