د کابل مرکزي سیلو د ورځې ۱۲۰ ټنه اوړه تولیدوي

۱۷ ساعتونه مخکې

د کابل مرکزي سیلو چارواکي وايي، دا مهال دغه سیلو په ۲۴ ساعتونو کې تر ۱۲۰ ټنه پورې له لومړۍ څخه تر درېیمې درجې پورې اوړه تولیدوي. د سیلو د مسوولانو په وینا، په نویو ماشینونو سره د سیلو تولید ډېر شوی او تر څنګ یې د غلې دانې د زېرمه کولو او ډوډۍ پخولو چارې هم روانې دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل مرکزي سیلو مسوولانو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې اوس مهال سیلو په بشپړ ظرفیت کار کوي او د نویو تجهیزاتو له امله یې ورځنی تولید زیات شوی.

د سیلو مسوولانو ملي ټلویزون ته وویل، چې « هڅه کوو، د هېواد د اړتیا وړ خوراکي موادو یوه مهمه برخه له همدې لارې برابره کړو».

یاده سیلو، چې پخوا د نظامي او ملکي ادارو اړتیاوې یې پوره کولې، اوس یو ځل بیا فعاله شوې.

طالب چارواکو هم ویلي، چې په وروستیو کې د هېواد ګڼ شمېر بنسټیز تاسیسات بېرته فعال شوي دي. د هغوی په وینا، د تولیدي کارخونو یو شمېر کمپلیکسونو هم بېرته خپل فعالیت پېل کړی، چې د اقتصادي ځان‌بساینې په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

د یادونې وړ ده چې کابل مرکزي سیلو د خوراکي توکو د ساتنې، تولید او وېش یوه مهمه سرچینه ګڼل کېږي او د فعالېدو له امله یې ګڼې کورنۍ له وارداتي اوړو پرته، کورني تولید ته لاسرسی مومي.

نور خبرونه

رادیو