طالبان وایي، چې د کابل د نشهيي توکو د مخنیوي ابتدایي محکمې د پرېکړې پر بنسټ یې ۱۳ تنه د قماروهنې، نشه يي تابلیتو (ذيکپ)، هيرویین او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي دي.
د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ۶ تنه یې له ۱۵ څخه تر ۳۰ دُرې وهلي او ۷ نور یې په یوه کال او اته میاشتو بند محکوم او له ۱۰ څخه تر ۲۵ دُرې وهلي دي.