د عمار په نوم د ایران د یوه فرهنګي او سیاسي مرکز مشر وايي، چې دغه هېواد تر ډېره پیاوړی شوی او اسراییل اوس په یوه کمزوري دریځ کې دی. هغه نن (پنجشنبه) وویل: «نن ورځ تر ټولو مهمه مساله دا ده، چې موږ پوه شو دښمن کمزوری شوی او ایران تر بل هر وخت پیاوړی شوی دی.»
مهدي طایب په وینا؛ اسراییل د تباهۍ په لور روان دی او د هغه د کمزورۍ نښې څرګندې شوې دي.