په کابل کې د شپږیزه کرېکټ لیګ په لسم پړاو سیاليو کې امو نهنګانو لوبډلې د درېیو ویکټو په توپیر سره سپين غر پړانګانو ته ماتې ورکړه.
د دې لوبو پچه سپین غر پړانګانو وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه، چې د ۱۲۱ منډو په جوړولو سره یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.
امو نهنګانو بیا د ۱۲۲ منډو هدف په وروستي اور کې پوره کړ او لوبه یې د درېیو ویکټو په توپیر سره وګټله.
دا په داسې حال کې ده، چې د امو نهنګانو په دې بریا سره اوس د جدول په سر کې ځای لري او پایلوبې ته د لار موندنې چانسونه یې ډېر شوي دي.