د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) هغه راپور رد کړی، چې پکې ویل شوي ځینې راستنېدونکي افغانان په هېواد کې له ګواښ او ځورونې سره مخ دي. فطرت ټینګار کړی چې له راستنېدونکو سره هېڅ ډول سیاسي دښمني یا انتقامي چلند نه کېږي.
فطرت ویلي، ټول راستنېدونکي د دې ډلې د بښنې له عمومي فرمان څخه برخمن دي او یوناما باید د داسې "پروپاګند" له خپرولو ډډه وکړي چې د خلکو ترمنځ اندېښنې زیاتوي.
تر دې مخکې، ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ویلي، چې له پاکستان او ایران څخه په جبري توګه اېستل شوي کډوال، په ځانکړې توګه پخواني افغان نظامیان، ښځې، خبریالان او فعالان له جدي بشري سرغړونو سره مخ دي. په راپور کې ویل شوی، چې یاد کسان د طالبانو له خوا ربړول شوي او بې دلیله نیول شوي دي.
خو فطرت ټینګار کړی چې له راستنېدونکو سره هېڅ ډول سیاسي دښمني یا انتقامي چلند نه کېږي، او که داسې پېښې وشي، حکومت یې د پوښتنې او مخنیوي لپاره جدي اقدام کوي او عاملینو ته سزا ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ د پنجشنبې په ورځ، د زمري پر دویمه په یوه تازه رپوټ کې ویلي، چې طالبانو له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي کډوال شکنجه کړي او زنداني کړي دي.
په راپور کې ویل شوي، چې ښځې، نجونې، پخواني نظامیان، د رسنیو کارکوونکي او مدني فعالان د طالبانو له خوا د ځورونې تر ټولو ستر هدف ګرځېدلي دي.
خو فطرت ادعا کوي، چې خلکو ته ډاډ ورکړل شوی، څو له هر ډول وېرې پرته خپل هېواد ته راستانه شي.