په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته، افغان مېرمنې له یوه هر اړخیز، ظالمانه او محدودوونکي چاپېریال سره مخ شوي، چې نه یوازې یې د تعلیم، کار، ازاد تګ راتګ او ټولنیز مشارکت حقونه تر پښو لاندې شوي، بلکې د ژوند په ټولو اړخونو یې محدودیتونه لګېدلي دي.
ایرو اېشیا ژورنال په خپله وروستۍ مقاله کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو وضعیت ته کتنه کړې او وايي، دغه ډله د یوې منظمې پالیسۍ له مخې، په ټولنه کې د ښځو رول، لید او کډون محدودو کړی دی.
په مقاله کې ویل شوي، چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو له بندیزه نیولې بیا په دولتي او غېر دولتي ادارو کې د ښځو د کار، پر تګ راتګ او سخت ټولنیز چلند د ښځو پر ژوند ژوند مستقیم اغېز کړی دی.
ایرو اېشیا په ۲۰۲۳ کال کې د طالبانو له خوا د ښځو د سینګارتونونو بندېدو ته اشاره کړې او دا یې د ښځو خپلواکۍ او ابتکار ته یو ګوزار یاد کړی. طالبانو هغه وخت شاوخوا ۱۲زره سینګارتونونه چې د ښځو یوازینۍ عایداتي سرچینز بلل کېدز بند کړل او په افغانستان کې یې د ښځو سینګارتونونه غېر ضروري وبلل.
راپورونه ښيې، چې د طالبانو له دغو بندیزونو وروسته ډېرې ښځې اړ شوې، چې په کم معاش، غېر مسلکي او له خطره ډک کارونو ته مخه کړي او غېر رسمي اقتصادي حالت کې واوسي.
د ښځو دغه ډول غېر رسمي دندې چې قانوني خوندیتوب او د اسانتیاوو تضمين هم نه لري، ښځې یې د نیونو، ځورونو او جدي ګواښ سره مخامخ کړې دي.
که څه هم طالبان ادعا کوي، چې ښځو ته په ښوونه، روغتيا او بېلو بازارونو کې د کار اجازه شته؛ خو تر اوسه ښکاره هېڅ نه دي لیدل شوي او ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې بندیزونه سختېږي.
د ایرو اېشیا ژورنال مقاله کې زیاته شوې ده، چې ښځو ته د سفر پر مهال له نارینه سرپرست پرته اجازه نه ورکول کېږي او همدې ګونګ او غېر منظم تطبیق کېدونکو قوانینو دوامداره د ويرې فضا رامنځته کړې ده.
په همدې اساس، ډېری مسلکي او تجربه لرونکې مېرمنې بې دندو دي او نه شي کولی خپلې کورنۍ او ټولنې ته ګټه ورسوي.
د امریکا او نړۍوالو د بشري او پراختیايي مرستو له بندېدو وروسته محلي اقتصادي حالت کمزوری شوی او کوچني کاروبارونه هم بند شوي، چې دې ناسم اقتصادي وضعیت په افغانستان کې دغه کړکېچ نور هم ژور کړی.
له دې سره سره، د ښځو تر مشرۍ لاندې سوداګري او غېر رسمي کاروبارونه له زيات لګښت، کم عاید او پانګونې له نشتوالي سره مخ کړي.
د ښځو پر کار له بندیزونو وروسته یو شمېر مېرمنو انلاین کاروبار ته مخه کړې او خپل توليدي توکي د ټولنیزو شبکو یا پیغام رسونې اپلېکېشنونو له لارې پلوري، تر څو افغان مېرمنې د خطرونو د کموالي تر څنګ خپل عواید دوامداره وساتي. خو اوس مهال د انټرنيټې خدماتو محدودېدل او لوړې بيې دغه ساحه هم تنګه کړې او مشتریان یې کم کړي دي.
ایرو اېشیا په خپله مقاله کې ویلي، چې د طالبانو له خوا د دغو سختیو سربېره بیا هم افغان مېرمنو زغم، هوډ او مقاومت له لاسه نه دی ورکړی او د همدې ستونزو پر وړاندې مبارزه کوي.
یو شمېر مېرمنې اندېښنه لري، چې که بنسټيز اصلاحات، نوي نړۍوال همکاران او د ښځو په مشرۍ د نوښتونو جدي ملاتړ ونه شي، نو دغه مبارزه به خاموشه پاتې شي.