طالبانو د کندهار په ټولو ۱۹ ولسوالیو کې د امر بالمعروف ریاست ته زر-زر متره دولتي ځمکه په داسې حال کې ورکړې، چې زرګونه افغانان او بېرته راستانه شوي کډوال د سرپناه له نشتوالي سره مخ دي.
په کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست هم امربالمعروف ریاست ته د دولتي ځمکې د ورکړې پروسه تایيد کړې او دا یې د همکارۍ تخنيکې بڼه ياده کړې.
د دغه ریاست یوې سرچينې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د دې پروسې قانوني اسناد هم چمتو شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په کندهار کې د طالبانو د کرنې رییس عبدالرشید منیب چې مخکې د کندوز د استخباراتو مشر پاتې شوی، په دې وروستیو کې د امربالمعروف له رییس کریمالله فقیر سره په ناسته کې د دې ځمکو د سپارلو لړۍ پیل کړې ده.
د معلوماتو له مخې، په هره ولسوالۍ کې د امربالمعروف ریاست ته زر- زر متره ځمکه سپارل شوې او پلان دا دی، چې په دې ولایت کې به د امربالمعروف مجهزې ودانۍ، د کارکوونکو دفترونه، استوګنځي او کوچني توقیف خونې یا زندانونه هم جوړ شي.
سرچينې وايي، دغه توقیف خونې به د هغو کسانو لپاره وي چې د امربالمعروف له لوري د سرغړونو په تور نیول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې اقدام د خلکو ترمنځ اندېښنې هم رامنځته کړې دي.
بلخوا، له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي کډوال بیا وايي، دوی ته سل متره ځمکه هم نه ده ورکړل شوې؛ خو د طالبانو د ودانیو لپاره بیا له اړتیا پرته ځمکې وېشل کېږي.
له پاکستانه تازه راستون شوی افغان کډوال عبدالواسع وایي: «زه له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه راغلی یم، دلته بېکوره پراته یو، ډېرې ژمنې وشوې، خو تر اوسه یو متر ځمکه هم نه ده راکړل شوې او دا بیا اورو چې امربالمعروف ته ځمکې او د طالبانو کورنیو ته لویې لویې نمرې ورکول کېږي، دوی اوس د ځمکو کاروبار کوي.»
د ده په وینا، نه وس لري چې ځمکه واخلي، نه کار شته، نه سرپناه. «دا زموږ وطن دی، خو داسې احساس کېږي چې دلته زموږ حق ته درناوی نه کېږي.»
د طالبانو د ځمکو د بیا وېش پروسه: عام خلک له پامه غورځول شوي
د معلوماتو له مخې، تر اوسه د طالبانو له خوا تر ۱۵۰ زره جریبه دولتي، کرنیزه او اباده شوې ځمکه بېرته راګرځول شوې، خو ځایي خلک وایي چې دغه ځمکې یې له کلونو راهیسې ابادې کړې وې؛ خو اوس بیا د طالبانو له خوا ترې اخیستل شوي او د طالبانو د غړو یا د دوی د کورنیو ترمنځ وېشل شوې دي.
یو کروندګر چې د کندهار له شاهوليکوټ ولسوالۍ څخه شړل شوی، وایي: «ما له ۲۲ کلونو راهیسې پر دې ځمکه کرنه کړې، اباده کړې مې وه، د انځرو ونې مې پرې کېنولې وې، خو طالبانو راڅخه واخیسته او ویې ویل، چې دا دې غصب کړې ده. اوس دا ځمکه د یوه قوماندان په لاس کې ده، چې هېڅوک هم څه نه ورته وایي.»
د امربالمعروف او نهیعنالمنکر اداره چې د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ وروسته یې فعالیتونه بیا پیل کړل، اوس په پراخ ډول فزیکي حضور ته داخلېږي.
دغې ادارې له پیل څخه د خلکو پر جامو، ږیرې، د ښځو پر تګراتګ، بازارونو، تفریحي ځایونو، ښوونځیو او رسنیو محدودیتونه زیات کړي دي.
د ټولنیزو چارو فعالان وایي، طالبانو حکومت نه، بلکه شخصي امارت جوړ کړی او هر څه له وسلو، وسایطو او تر ځمکو پورې د دوی ترمنځ وېشل کېږي.
د دوی په وینا، خلک د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاس رسی نه لري، خو دوی د ودانیو، زندانونو او تشریفاتي دفترونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړی.
دا ادعاوې، چې ګواکي ځمکې بېرته راګرځول کېږي، هره ورځ مطرح دي؛ خو دغه ځمکې نه بېځایه شويو افغانانو ته ورکول کېږي، نه هم بېوزلو کروندګرو ته، بلکې زورواکو او واکمنو کورنیو ته وېشل کېږي.