ځانګړی

سرچینې: په کابل کې د ښځو او نجونو د نیولو کمپاین د ملا شیرین په امر پیل شوی

۱۳ ساعتونه مخکې

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې په کابل کې د نجونو او ښځو د نیولو لړۍ د کندهار د والي ملا شیرین په امر د ملا هبت‌الله په لارښوونه پیل شوې. سرچینې زیاتوي، چې ملا شیرین لس ورځې وړاندې د امربالمعروف د نوي قانون د پلي کېدو څارنې لپاره کابل ته تللی و.

سرچینو زیاته کړې، چې کابل ته د ملا شیرین له رسېدو وروسته په کابل ښار کې د امر بالمعروف د قانون د پلې کېدو په اړه د امر بالمعروف وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملا شیرین په مشرۍ د ملا هبت الله د استازو تر منځ ناسته شوې ده.

سرچینه وايي، له یادې ناستې وروسته پرېکړه وشوه، چې په کابل کې به پر ښځو سل سلنه حجاب جبري کیږي.

سرچینې د نوم نه اخیستلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته وویل:«ملا هبت الله ته راپورونه رسېدلي و، چې د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د امر بالمعروف د قانون په پلي کولو کې همکاري نه کوی. وروسته ملا هبت الله د ملا شرین په مشرۍ خپل استازي کابل ته ولېږل او بیا د ښځو او نجونو د نیولو کمپاین پیل شو.»

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د کندهاري طالبانو او حقانیانو ترمنځ تردې وړاندې هم په کابل کې د ښځو د ازادیو او د امر بالمعروف وزارت د قانون نه عملي کېدو په تړاو مخالفتونه رامنځ شوې و.

دغه سرچینې وايي، چې د ملا شرین په مشرۍ پلاوي له کابل څخه وروسته مزار شریف، بدخشان او ځینو نورو ولایتونو ته هم سفرونه کړي، تر څو په هغه ولایتونو کې هم د امر بالمعروف وزارت د قانون د پلي کېدو بهیر له نږدې وڅاري.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د تېرو څو ورځو راهیسي د کابل په بېلا بېلو سیمو کې یو شمېر ښځې او نجونې د حجاب نه مراعتولو په تور نیولي دي.

تردې وړاندې طالبانو په کندهار ښار کې د یو کمپاین پرمهال شاوخوا ۴۰۰ کسان د ږیرې د خریلو او سټایلي ورښتیانو جوړېدو‌ په جرم نیولي و.

نور خبرونه

رادیو