په سرپل ولایت کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د دغه ولایت د کوهستان ولسوالۍ په کچن کلي کې د ځمکې په سر د طالبانو خپلمنځي نښته شوې چې پهکې دوه طالبان وژل شوي دي.
د سرچینو په وینا، په نښته کې یو کس ووژل شو؛ خو وروسته د طالبانو استخباراتو ادارې مامورانو قاتل ونیوو.
ځايي اوسېدونکي وايي، هغه مهال چې د طالبانو د استخباراتو موټر دغه کس کوهستان ولسوالۍ ته لېږداوه؛ د دوراهي خوامت په سیمه کې د وسلهوالو کسانو له کمین سره مخ شو او نښته رامنځته شوه. هغوی زیاته کړې، چې په دغه نښته کې قاتل هم وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې؛ د شپږو موټرسایکل سپرو یوې ډلې د طالبانو د استخباراتو پر موټر برید وکړ.
د طالبانو رسمي سرچینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.