په غزه کې د وژل شویو ژورنالیستانو شمېر له ۲۳۰ څخه واوښت

۴ ساعتونه مخکې

د حماس د رسنیو دفتر وايي، چې د اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې په غزه کې ۲۳۱ ژورنالیستان وژل شوي دي. دوی د اسراییل له‌خوا د خبریالانو هدف ګرځول او وژنه غندي. په وروستیو بریدونو کې دوه فلسطیني خبریالان وژل شوي، خو اسراییل په دې اړه څه نه دي ویلي.

الجزیرې مخکې راپور ورکړی و چې د اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې، د اسراییلي ځواکونو له‌خوا د دې شبکې پنځه خبریالان وژل شوي دي. دغې شبکې له نړیوالو رسنیو او حقوقي بنسټونو غوښتي چې د «جبري لوږې او جنايي کړنو» د ودریدو لپاره اقدام وکړي. شبکې خبرداری ورکړی چې نړیوال غفلت «د ژورنالیزم د اصولو تاریخي خیانت» دی.
۲۵هېوادونو، چې پکې بریتانیا، کاناډا او فرانسه هم شامل دي، د دوشنبې په ورځ په ګډه اعلامیه کې له اسراییل څخه وغوښتل چې په غزه کې جګړه پای ته ورسوي.

نور خبرونه

رادیو