په بنګله دېش کې د ښوونځي پر ودانۍ د الوتکې له لوېدو وروسته لاریونوال عدالت غواړي

۴ ساعتونه مخکې

د بنګله ‌دېش په پلازمېنه ډاکه کې سلګونه زده ‌کوونکي د ښوونځي پر ودانۍ د جېټ الوتکې له مرګوني سقوط وروسته سړکونو ته راوتلي دي.

پوليسو پر لاریونوالو اوښکې بهوونکي ګاز استعمال کړی، چې له امله يې ۸۰ کسان ټپيان شوي دي.

د بنګله دېش چارواکي وایي، د دوشنبې په ورځ د دغه هېواد یوه جېټ الوتکه د ښوونځی پر ودانۍ لوېدلې، چې له امله یې د ۲۵ زده کوونکو په ګډون ۳۱ کسان وژل شوي دي.

د چارواکو په خبره، ډېری ماشومانو له ۱۲ کلونو کم عمر درلود او له ښوونځي څخه خپلو کورونو ته روان وو.

چارواکي زياتوي، چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده او وروسته یې اور اخيستی.

له پيښې وروسته د ښونځي او پوهنتونونو لسګونه زده کوونکو لاریونونه کړي او شعارونه یې ورکول: «زموږ وروڼه ولې مړه شول؟ موږ ځواب غواړو!»

د ځايي رسنیو د راپور له مخې، پولیسو پر لاریونوالو اوښکې بهوونکي ګاز او غږ لرونکې وسلې کارولي، چې له امله یې ۸۰ کسان ټپيان شوي دي.

لاریونوالو د پېښې په اړه د وژل شویو او ټپیانو نوملړ، د قربانیانو له کورنیو سره د تاوان جبران، شفافې پلټنې، د مسوولینو محاکمه او د هوايي ځواک د روزنیزو کړنلارو بیاکتنه غوښتې ده.

نور خبرونه

رادیو