د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان وایي، له تېرو څو لسیزو راهیسې د اوبو د زېرمو کمېدل ددې ښکارندویي کوي، چې ترسره شوي پراخ اقدامات چې د اوبو د مدیریت لپاره ترسره شوي، اغېزناک نه وو.
نوموړی ټینګار کوي، چې اوس جدي فکر او بېړنیو اقداماتو ته اړتیا ده.
پزشکیان د اوبو د ناورین په تړاو د تېرو کلونو د راپورونو یادونه وکړه او ویې ویل: «له څو لسیزو راهیسې د اوبو د ناورین په اړه خبرداری ورکړل شوی او د ستونزو د حل لپاره ډېرې هڅې او لګښتونه شوي، خو د شته شواهدو له مخې دې هڅو د وضعیت پر ښه کېدو هېڅ اغېز نه دی کړی.»
په ورته وخت کې د انرژۍ د کمښت ناورین هم په ایران کې شدت موندلی دی.
د ایران د پارلمان د انرژۍ کمېسیون غړي رضا سپهوند خبرداری ورکړی، چې ښايي په راتلونکو میاشتو کې د اوبو جیرهبندي رامنځته شي.
له بلې خوا، د تهران ښاروالۍ شورا غړو هم ویلي، د حکومت له لوري د کورنیو مصرفوونکو ملامت بلل د اصلي ستونزې حل نه دی.
هغوی ټینګار کوي، چې د ښارونو شنې ساحې د څښاک اوبو پر ځای باید له بدیلو سرچینو خړوبې شي او د کرنې په برخه کې د اوبو ضایع کول باید مهار شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د ایران ډېری سیمې د وچکالۍ، د اوبو د زېرمو د کمېدو او د ناسم مدیریت له امله له جدي ناورین سره مخ دي.
کارپوهان وایي، که سمدستي اصلاحات ونه شي، دا ناورین به د ژوند ټولو برخو ته پراخ زیان ورسوي.