یونېسف: په غزه کې خلک د لوږې له امله مري

۱۱ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وایي، په غزه کې د جګړې له دوام سره بشري وضعیت اوس د نه باور وړ حالت ته رسېدلی.
یونېسف د سې‌شنبه په ورځ د چنګاښ ۳۱مه په خپل اېکس کې ویلي، خلک له لومړنيو بشري اړتیاوو لکه خوړو، اوبو او درملو بې‌برخې دي.

راپورونه ښيي، ګڼ شمیر کسان په ځانګړي ډول ماشومان د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) همداراز خبرداری ورکړی، چې په غزه کې د ماشومانو تر منځ د خوارځواکۍ کچه د ناورین حد ته رسېدلې ده.
یونېسف وایي: «دا وضعیت له عادي بشري ناورین څخه هم پورته دی، ځکه ډېری ماشومان له څو ورځو راهیسې خواړه نه‌ دي موندلي، بدنونه یې سخت کمزوري شوي او د مرګ له ګواښ سره مخ دي.»
د یونېسف په وینا، که چېرې سمدستي پراخې، اغېزمنې او منظمې بشري مرستې غزې ته ونه رسېږي، نو د ماشومانو د مړینې کچه به تر دې هم زیاته شي.
هغوی ټینګار کوي، چې نړۍواله ټولنه باید بېړنی اقدام وکړي او د ژغورنې لپاره هر اړخیز پلان عملي کړي.
د یادې ادارې له خوا دا هم ویل شوي، چې د بشري مرستو رسولو لپاره باید غزې ته خوندي، دوامدار او بې ‌خنډه لاسرسی تضمین شي. دا یوازې د مرستو رسولو خبره نه ده، بلکې د انسانانو ژوند ژغورلو لپاره حیاتي اړتیا ده.
یونېسف او نورې نړۍوالې مرستندویه ادارې له ټولو اړخونو غواړي چې بشردوستانه اصولو ته درناوی وکړي او غزې ته د مرستو رسېدو مخه ونه نیسي، ځکه هره شېبه مهمه ده او هر ځنډ د خلکو د مړینې لامل کېږي.

نور خبرونه

رادیو