په سوېلي وزیرستان کې د ډرون برید له امله درې پاکستاني پوځيان وژل شوي

۵ ساعتونه مخکې

په خېبر پښتونخوا کې د سوېلي وزیرستان په لوېدیځه برخه کې د ډرون د یوه خونړي برید له امله درې پاکستاني پوځيان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، دا برید د سې شنبې په شپه شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې د «میرا کلي» پر امنیتي پوستې ترسره شوی.

بریدګرو لومړی د پوستې پر لور مستقیم برید کړی او په عین وخت کې یې د یوه کوادکوپټر ډرون له لارې د هاوان مرمۍ پر پوستې غورځولې.

یوه امنیتي چارواکي چې له پېښې څخه یې مستقیم معلومات درلودل، خراسان ډایري ته ویلي: «بریدګرو لومړی پر پوستې برید وکړ او له امنیتي ځواکونو سره یې نښته پیل کړه. هم‌مهاله یې د کوادکوپټر ډرون په وسیله د هاوان مرمۍ د پوستې دننه غورځولې.»
سره له دې چې تر اوسه د برید مسوولیت هېڅ یوې ډلې نه دی منلی، خو د امنیتي ځواکونو له لوري په سیمه کې عملیات پیل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو