په غزه کې د ۲۴ ساعتونو په موده کې ۱۵ ماشومان د لوږې له امله مړه شوي

۵ ساعتونه مخکې

رويټرز خبري اژانس د غزې د روغتیايي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې په غزه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان د لوږې له امله مړه شوي، چې په‌ کې د یوسف په نوم د شپږو اوونیو یو ماشوم هم شامل دی.

د راپور له مخې، یاد ماشوم په یوه روغتون کې پر مېز پروت موندل شوی او د هغه په لاس د سیروم نښې هم لیدل شوې دي.

ډاکټرانو ویلي، چې د هغه د مړینې اصلي لامل لوږه وه.

راپورونه ښيي، چې د لوږې له امله د مړو شمېر ورځ تر بلې زیاتېږي او د خوراکي توکو د سخت کمښت له امله تر اوسه شاوخوا ۱۰۱ فلسطینیان چې ۸۰ یې ماشومان دي، د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

روغتیایي مرکزونه د ټپيانو او قحطۍ ځپلو کسانو له بې‌سارې ګڼې ګوڼې سره مخ دي او ان د ملګرو ملتونو د مرستندویه ادارې UNRWA ځینې کارکوونکي هم د لوږې له امله بې‌هوښه کېږي.

په ورته وخت کې، اسراییل دا تور ردوي چې ګواکې بشري مرستې یې بندې کړي او پر حماس یې تور پورې کړی، چې مرسته شوې خواړه غلا کوي.
خو د نړۍوالو سازمانونو په وینا، پر غزې د لګېدلو محدودیتونو له امله مرستې په سمه توګه نه رسېږي، چې د وضعیت د لا خرابېدو اصلي لامل ګڼل کېږي.
یونېسف او نورې بشردوستانه ادارې خبرداری ورکوي، چې که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي نو د ماشومانو د مړینې کچه به په چټکۍ سره لوړه شي.

نور خبرونه

رادیو