فصیح‌الدین فطرت: هیڅکله به له هغو الوتکو چې د افغانستان وې او بهر وړل شوې دي، تېر نه‌شو

۶ ساعتونه مخکې

د طالبانو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي، که څه هم تراوسه د هغو الوتکو چې د تېر نظام د پرځېدو پرمهال له افغانستانه دباندې وړل شوې وې؛ د بېرته ترلاسه کولو هڅو پایله نه‌ده ورکړې، خو هیڅکله به ترې تېر نه شي.

نوموړي دغه څرګندونې نن سې شنبه د (چنګاښ ۳۱مه) په کابل کې د تېر یوه کال په موده کې د طالبانو د دفاع وزارت د لاسته راوړنو په غونډه کې کړې دي.

ښاغلی فطرت وايي:« هغه څه چې د افغانستان دي، موږ به ترې هیڅکله تېر نه شو. په تېرو څلورو کالو کې هڅې شوې دي، تراوسه یې پایله نه ده ورکړې؛ خو موږ نهیلي نه یو.»

د راپورونو پربنسټ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر مهال ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې له افغانستانه ازبکستان ته لېږدول شوې وې.

د طالبانو د فاع وزارت د دغې غونډې پرمهال دا رنګه ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې ۷۰۰ امنیتي پوستې جوړې کړې دي.

د دغه وزارت لوی درستیز محمد فصیح الدین فطرت ويلي، چې دغه پوستې د پولې په اوږدو کې د امنیتي تدابیرو په موخه جوړې شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، دوی هیڅکله نه دي غوښتي چې د کرښې په اوږدو کې له پاکستاني او ایراني پوله ساتو ځواکونو سره په جګړه کې ورښکېل شي؛ خو که له هغې خوا پرې برید شوی هغه یې بې‌ځوابه نه دی پرېښي.

فطرت یو وار بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه راپورونه بې‌بنسټه وبلل او ویې ویل، چې دغه ډول خبرونه حقیقت نه لري او د تبلیغاتو تر بریده دي.

نوموړی وايي، طالبانو په افغانستان کې بشپړ امنیت ټنیګ کړی او د وسله‌والو ډلو د حضور په اړه اندېښنې بې‌ځایه دي.

نور خبرونه

رادیو