حامد کرزي په کانکور ازموینه کې د نجونو پر نه ګډون خواشیني وښوده

۸ ساعتونه مخکې

پخواني ولسمشر حامد کرزي د کانکور په ازموینه کې د نجونو د نه ګډون له امله خواشيني څرګنده کړې او ویلې یې دي چې د نجونو او هلکانو دواړو لپاره د زده‌کړو زمینې برابرول یو حیاتي امر دی.

هغه یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل، چې ژر تر ژره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.

حامد کرزی دا څرګندونې پر اېکس پاڼې کړي او په کانکور ازموینه کې یې د لوړو زده کړو موسساتو او پوهنتونونو ته د بریالي کیدو له امله بریالیو ځوانانو ته مبارکي ویلې ده.

نور خبرونه

رادیو