د جنرال حمید ګل زوی: د سراج حقاني په واکمنۍ کې په پاکستان کې ترهګري۶۰ سلنه زیاته شوې

۹ ساعتونه مخکې

د ای ایس ای پخواني رییس جنرال حمیدګل زوی عبدالله ګل وايي چې واک ته د سراج الدین حقاني له رسېدو سره په پاکستان کې ۶۰ سلنه ترهګري زیاته شوې.

عبدالله ګل زیاتوي چې سراج‌الدین حقاني څو ځله پاکستان ته سفر کړی، خو له پاکستان سره یې اړیکې د پلار یا مشر ورور نصیرالدین حقاني په کچه نه‌دي.

د پاکستاني د څارګرې ادارې د پخواني رییس جنرال حمیدګل زوی کابل ته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سفر او د طالبانو د کورنیو چارو له وزیر سراج الدین حقاني سره د لیدنې په تړاو د پاکستان له راډیو سره په یوه بحث کې ویلي، چې هغه د خپل پلار په څېر له پاکستان سره اړیکې نه لري.

عبدالله ګل وايي، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر په توګه د سراج الدین حقاني له ټاکل کېدو وروسته په پاکستان کې ۶۰ سلنه ترهګري زیاته شوې ده او اوس مهال په خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې پاکستان د امنیتي وضعیت له پلوه له سختو ننګونو سره مخ دی.

عبدالله ګل ویلي چې « سراج الدین حقاني د جلال الدین حقاني زوی دی چې له پاکستان سره یې مینه وه. سراج الدین حقاني څو ځله پاکستان ته سفرونه کړي خو له پاکستان سره یې اړیکې د خپل پلار جلال الدین حقاني یا د مشر ورور نصیرالدین حقاني په کچه نه دي؛ دواړه د پاکستان ریښتیني ملګري وو.»

عبدالله ګل همدراز زیاتوي، چې په ځانمرګي برید کې د سراج الدین حقاني د تره خلیل حقاني وژل کېدل د پاکستان لپاره یوه لویه ضربه وه.

د جنرال حمیدګل زوی وايي، « په دې وروستیو کې د پاکستان، افغانستان او چین ترمنځ درې اړخیزه ناسته وشوه، او چین پر افغانستان فشار راوړ، چې که کابل له اسلام‌اباد سره اړیکې نه سموي، نو د ۲۲ میلیارده ډالرو پانګونه به بېرته واخلي». د هغه په باور، « چین پوهېږي چې د افغانستان او پاکستان خرابې اړیکې د دوی د یو سړک او یو کمربند پروژې ته خنډ جوړوي. له دې وروسته دا لهافغان چارواکو سره د محسن نقوي لومړۍ ناسته ده او ښايي مثمره هم وي».

خو د جنرال حمیدګل زوی زیاتوي:« موږ په دې وروستیو کې له افغان مشرانو سره صمیمانه غونډې درلودې خو د دې غونډو پایلې ډېرې ګټورې نه وې.»

دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزریر محسن نقوي د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره په لېدنه کې پر ترهګرۍ ضد جګړه او په ځانګړې توګه تحریک طالبان، د ډیورنډ کرښې پر اغېزناک مدیریت، نشه يي توکو او پاکستان ته پر تګ راتګ خبرې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو