د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وايي، چې د کاپیسا ولایت په حصه دوم کوهستان ولسوالۍ کې یې یو جادوګر د جادو پر مهال لاس په لاس نیولی. طالبان وايي، چې نوموړی څلورځله مخکې هم نیول شوی و او د کورنیو ترمنځ یې شخړې رامنځته کولې.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه جادوګر تر دې مخکې څلور ځله نیول شوی و او له کتبي ضمانت وروسته خوشې شوی و خو له خپل عمل څخه نه و اوښتی او بالاخره د دغه ولایت ابتدایه محکمې ته معرفي شو.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه کوډګر د اوسېدو له ځایه د ساحرۍ یو کتاب، څو تعویذونه او د کوډګرۍ یو شمېر وسایل ترلاسه شوي چې په وینا یې له هغو په ګټنې سره یې «د کورنیو تر منځ ستونزې راولاړې کړې وې او ان په سیمه کې یې ټولنیز ژوند ته زیان رسولی و».