سپنتا: په افغانستان کې د جرمني سیاست د روسیې د سیاست په کچه ټیټه شوې ده

۱۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو له‌خوا په جرمني کې د افغانستان سفارت ته د دوو دیپلوماتانو تر معرفي کېدو وروسته، د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټر رنګین دادفر سپنتا د جرمني پر سیاستونو سختې نیوکې کړې دي.

هغه د طالبانو د ډیپلوماتانو منل، د نړۍوالو قوانینو له مخې د دې ډلې د رسمي پېژندنې په معنا بللې ده.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې دا دریځ به د جرمني سیاست د روسیې د سیاست تر کچې راټیټ کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د المان فډرالي دولت دوه طالب ډیپلوماتان د برلین او بُن په ښارونو کې منلي دي.
د جرمني حکومت ویلي، دا کار یې د هغو افغان مجرمینو د اېستلو د اسانتیا لپاره کړی، چې باید بېرته افغانستان ته واستول شي.
خو ډاکټر سپنتا دا پرېکړه غندي او وایي: «د ویزو ورکول، پېژندپاڼې یا نور اسناد برابرول او د طالبانو د ډیپلوماتانو منل، له قانوني پلوه د دې ډلې د رسمي پېژندنې معنا لري.»
نوموړي یادونه وکړه، چې روسیې هم طالبانو ته رسمي ځای ورکړی او زیاته یې کړه: «د جرمني د فډرالي دولت سیاست د روسیې د سیاست تر کچې د سقوط له ګواښ سره مخ دی.»
" ښاغلی سپنتا ټینګار کوی، چې د طالبانو د ډیپلوماتانو منل، د بشري حقونو او ښځو د حقونو ارزښتونه تر پښو لاندې کوي.
سپنتا په تُندې لهجې وویل: «د افغانستان خلک په ځانګړي ډول ښځې، هېڅکله نه هېروي چې د سختو وختونو پر مهال له دوی څخه کوم حقوق واخیستل شول او کومو هېوادونو د دې ظلم ملاتړ وکړ.»
هغه د المان له خلکو وغوښتل، چې پر خپل حکومت ړوند باور ونه کړي او د دوی کړنې په ځیر وڅاري.
د بهرنیو چارو یاد پخواني وزیر د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه د کابل د سقوط پر مهال د المان د حکومت پر پاتې راتګ هم نیوکه وکړه.
هغه وویل: «الماني وګړي په کابل کې د خپل حکومت له خوا پرېښودل شول او د المان سفارت کارکوونکي یوازې د برېتانوي ځواکونو په مرسته واېستل شول.»
په ورته وخت کې د اروپايي پارلمان الماني غړې هانا نویمان هم د طالبانو د ډیپلوماتانو منل په کلکه غندلی دی.
هغې په یوه ټویټ کې لیکلي: «داسې ښکاري چې د المان مسیحي ډېموکرات ګوند غواړي د طالبانو استازي ومني، تر څو د افغان مجرمینو اېستل دوام ومومي. خو له بلې خوا زرګونه هغه کډوال چې د منل کېدو اسناد یې ترلاسه کړي، په پاکستان کې بیا سرګردانه پاتې دي.»
هغې همداراز په غوسې سره لیکلي: «څومره ناخوښه معامله ده! زهري کډوالۍ سیاست، عقل له منځه وړي.»
المان تازه ۸۱ افغان مجرمین بېرته افغانستان ته اېستلي دي. طالبانو ویلي چې دا اخراج د دوی په همغږۍ شوی دی.
راپورونه ښيي، چې طالبانو د هغو افغان پناه غوښتونکو د منلو لپاره چې غوښتنې یې رد شوي، شرط اېښی چې المان باید د افغانستان ډیپلوماتیک دفترونه هغوی ته وسپاري او د دوی ډیپلوماتان ومني.
تر دې وړاندې المان هڅه کوله، چې د قطر او یو شمېر ګاونډیو هېوادونو له لارې افغان مجرمین وباسي، خو اوس د المان د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې غوره ده له طالبانو سره مستقیم تماس ولري.

نور خبرونه

رادیو