په اسلام‌اباد کې پولیسو نن یو وار بیا د ښځو او ماشومانو په ګډون ګڼ افغانان نیولي دي

۹ ساعتونه مخکې

په اسلام‌اباد کې مېشتو یوشمېر افغانانو نن سې‌شنبه (د چنګاښ ۳۱مه) افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې نن یو وار بیا پولیس بي‌۱۷ ښارګوټي ته ورغلي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ځینې کورنۍ له ځان سره بېولې دي.

دغه کډوال وایي، نن سهار یې بیا ورځ د پولیسو په تالاشۍ پیل کړه.

په دې کې یو کډوال چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وایي، چې پولیسو د ځینو کورونو دروازې ماتې کړې دي او د کور دننه نیول شوې کورنۍ یې له ځانه سره بېولې دي.

د سرچینو په خبره؛ په نیول شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

دغه سرچېنې وایي، پولیسو ځینې کورنۍ چې د ویزو موده یې ختمه شوې وه د بې ۱۷ ښارګوټې له بېلابېلو سیمو له ځان سره بېولي دي.

د یاد ښارګوټي یوه اوسېدونکي هم افغانستان انټرنشتل – پښتو ته ومنله، چې پولیس یې کورونو ته د تالاشۍ لپاره ورغلي وو؛ خو هغه ترې پټ شوی دی.

که څه هم د تازه نیول شویو کسانو د کره شمېرې په اړه معلومات نشته؛ خو پرون هم یوې باوري سرچینې افغانستان انټرنشل پښتو ته ویلي و، چې پولیسو له دغه ښارګوټي د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۵۰ تنه افغانان نیولي وو.

له هغه وروسته چې په پاکستان کې د ویزو موده یوې میاشتې ته راکمه شوه او بیا له تېرو څه باندې درېیو اوونیو د ویزو د تمدید لړۍ په ټپه درېدلې؛ افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي.

نور خبرونه

رادیو