د طالبانو دفاع وزیر د ازبکستان له نظامي پلاوي سره پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړې

پرون

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد د ازبکستان له یوه نظامي پلاوي سره په لیدنه کې پر نړۍوال سټېج د طالبانو په تړاو د ازبکستان د دریځ مننه کړې او له تاشکند سره یې د دوه اړخيزو اړيکو پر پراخوالي ټینګار کړی.

د ازبکستان د استخباراتو رییس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ او د ازبکستان د سرحدي ځواکونو قوماندان جنرال خسانوا سلیمژون د چارشنبې په ورځ کابل ته په یوه رسمي سفر تللي.

د طالبانو د دفاع وزارت په وینا، دواړو لوریو د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا ټینګار کړی او د سرحدي همکاريو په تړاو یې د ښو اړیکو پر جوړېدو هم خبرې کړې دي.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې د جمهوري نظام د رانسکورېدو پر مهال یو شمېر الوتکې ورولېږدول شوې او د طالبانو له څو ځلي غوښتنې سره سره یې لا تراوسه نه دي ورسپارلې.

د طالبانو لوی درستیز نن د تېر یوه کال لاسته راوړنو په غونډه کې وویل، سره له دې چې له ازبکستان نه یې د یادو الوتکو د غوښتلو په تړاو ۴ کلنو هڅو څه پایله نه ده ورکړې خو هېڅکله به له هغو الوتکو تېر نه شي.

تر اوسه روښانه نه ده، چې طالب چارواکو له ازبکستاني پلاوي سره ددې الوتکو مساله یاده کړې او که نه.

نور خبرونه

رادیو