د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، د قطر له دولت سره یې تازه د افغان کرګرو د استولو په تړاو هوکړه کړې او د دغه بهیر په لومړي پړاو کې به ۷سوه کسان یاد هېواد ته واستول شي.
یاد وزارت د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۳۰مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، په ځانګړې توګه یې له دغې هوکړې موخه په قانوني، خوندي او باعزته توګه له هېواده بهر د افغان کارګرانو اعزام او په راتلونکي کې د هغو له حقوقو څخه لازم ملاتړ دی.
طالبانو خبرتیا خپره کړې، چې په شرایطو برابر کسان کولای شي د دوی د یاد وزارت د ګارګرو د ګومارنې ریاست سره ځانونه ثبت کړي؛ خو شرایط یې نه دي روښانه کړي.
په خبرپاڼه کې دا هم نه دي ویل شوي، چې طالبانو دغه ۷سوه افغان کارګر په کومو برخو کې د کارونو لپاره قطر ته استوي.
طالبانو تر دې مخکې هم څو، څو ځله په بېلابېلو ناستو کې له عربي هېوادونو څخه د افغان کارګرو د منلو غوښتنه کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په واکمنېدو سره افغانستان کې سلګونه زره کسانو خپلې دندې او روزګارونه له لاسه ورکړي دي.
هممهاله په ایران او پاکستان کې پر کار بوخت سلګونه زره افغانان بېرته افغانستان ته اېستل شوي او په کور دننه هم ورته کاري فرصتونه نشته. پر طالبانو تور دی، چې هر څه یې تر خپلې ډلې محدود کړي او ان په حکومتي چوکاټ کې هم د عادي کچې کارګرو ته چې له دغه ډلې سره اړیکې ونه لري دندې نه ورکوي.
طالبان که څه هم ادعا لري، چې د کانونو د کېندنو تر څنګ یې په بېلابېلو برخو کې کاري فرصتونه پراخ کړي؛ خو د بشري حقونو نړۍوالو بنسټونو اندېښنې ښوولې، چې په افغانستان کې ورځ تر بلې د بې روزګارۍ له امله لوږه مخ په ډېرېدو ده.