ډېپلوماتیکې سرچینې: طالبانو په جرمني کې د افغانستان سفارت ته دوه ډېپلوماتان معرفي کړي

۱۲ ساعتونه مخکې

ډېپلوماټیکو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په جرمني کې د افغانستان سفارت ته دوه کسان د خپلو ډیپلوماټانو په توګه معرفي کړي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، سید مصطفی هاشمي او دغه راز نبراس الحق عزیز په برلین کې د افغانستان سفارت د دویم سکرتر په توګه، معرفي شوي دي.

د طالبانو له خوا د خپلو ډېپلوماټانو معرفي کېدل په داسې وخت کې دي، چې په وروستیو میاشتو کې له طالبانو سره د ښکیلتیا لپاره د جرمني د محتاطې لیوالتیا نښې نښانې لیدل شوې دي.

د جرمني حکومت د دې پخلی کړی، چې له دغه هېواده افغانستان ته د اېستل کېدونکو افغانانو د بهیر د اسانه او چټک کېدو لپاره د طالبانو دوه کونسلي مامورین مني.

د جرمني حکومت ویاند شټیفان کورنلیوس د دوشنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې له طالبانو سره تخنیکي اړیکې شته او د همدې اړیکو له لارې هوکړه شوې چې د طالبانو دوه کونسلي مامورین له دغه هېواده د اېستل کېدونکو افغانانو په پروسه کې ښکېل شي څو د اېستنې بهیر چټک شي.

د نوموړي په وینا، فدرالي حکوت په ایتلافي هوکړه کې پر دې سلا کړې چې رد شوي پناه غوښتونکي او په ځانګړي توګه هغه کسان چې مجرمین دي، باید په منظم ډول بېرته خپل هېواد ته واستول شي.

همدا تېره اونۍ جرمني ۸۱ افغانان چې د دوی په باور مجرمین وو، د قطر په همکارۍ په یوه چارټر الوتکه کې افغانستان ته واستول.

د جولای پر ۱۸مه د جرمني فرانکفورتر الګیماینه ورځپاڼې خبر ورکړ، چې د جرمني حکومت پرېکړه کړې د افغان مجرمانو د ایستلو په بدل کې د طالبانو دوه غړي د کونسلګرۍ د کارکوونکو په توګه ومني.

دغه کارکوونکي به په برلین کې د افغان سفارت او په بُن کې د  کونسلګرۍ له لارې خپل فعالیتونه ترسره کوي.

له دې وړاندې طالبانو له جرمني غوښتي وو، چې د اخراج الوتنو په بدل کې په کونسلګرۍ کې د دوی کارکوونکو ته اجازه ورکړل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان تر اوسه پورې د کوم اروپايي هیواد له خوا د افغانستان د رسمي حکومت په توګه نه دي پیژندل شوي.

نور خبرونه

رادیو