پاکستان کې د ورښتونو له امله د مړو شمېر ۲۲۱ ته لوړ شو

۸ ساعتونه مخکې

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ورښتونو له امله ۵ کسان مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، چې له دې سره د مړو شمېر ۲۲۱ کسانو ته لوړ شو.

د پاکستان د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې د معلوماتو له مخې؛ په مړو شویو کسانو کې ۲ نارینه او ۳ ماشومان شامل دي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې؛ د ورښتونو تر ټولو ډېر تلفات پنجاب ایالت ته اوښتي او په پښتونخوا کې یې بیا ۴۰ کسان مړه او ۶۹ نور ټپیان کړي دي.

نور خبرونه

رادیو