د انګلستان ورو توپ اچونکی لیام ډاسن له اتو کلونو وروسته بېرته ټېسټ لوبو ته راستنېږي

۴ ساعتونه مخکې

د انګلستان ورو توپ اچونکی لیام ډاسن چې وروستی ځل یې په ۲۰۱۷ کې ټېسټ لوبه کړې وه، د ژوبل شویب بشیر پر ځای د هند خلاف د څلورمې ټېسټ لوبې لپاره د انګلستان لوبډلې ته راستنېږي.

دا لوبه به په منچسټر کې ترسره شي.

ډاسن په وروستیو دوو کلونو کې د کاونټي چمپین شپ کې ښه وځلېد، یوازې په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې یې ۱۰۲ ویکټې اخیستې دي.
هغه یو پیاوړی کیڼ لاسی سپینر، ښه توپ وهونکی ۱۸ فرسټ کلاس سلیزې یې جوړې کړي او تکړه فیلډر هم دی.

کرېس ووکس، جوفرا ارچر او برایډن کارس به هم د لوبډلې برخه وي، خو یوازینی بدلون د ډاسن شاملېدل دي.

ډاسن به د اتم نمبر توپ وهونکي په توګه ولوبېږي.

نور خبرونه

رادیو