د اسلامي نړۍ پیوستون سازمان رییس د طالبانو له مشرانو سره د لیدلو لپاره کابل ته تللی

۲ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندې ارګ اعلان وکړ، چې نن ماسپښين د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی کابل ته تللی.

په دغه سفر کې به نوموړی د طالبانو له ریاست الوزرا محمد حسن اخوند او د کورنیو او بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا ناستې ولري.

د طالبانو تر واک لاندې ارګ نن دوشنبه، د چنګاښ ۳۰مه وویل، چې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس او مل پلاوي سره په کتنه کې د طالبانو او د یاد سازمان ترمنځ د اړیکو او مناسباتو د لا ټينګښت او د اسلامي نړۍ د شته مسایلو او حل لارو په اړه بحث او خبرې وشوې.

په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري، چې د طالبانو ریاست الوزرا اداري مرستیال عیدالسلام حنفي په ارګ کې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د رییس شیخ محمد بن عبدالکریم العیسی هرکلی کوي.

تمه ده، چې د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان رییس او پلاوی به د نجونو د زده کړو پرمخ د ښوونځیو او ښوونیزو مرکزونو د پرانیستو غوښتنه هم وکړي.

نور خبرونه

رادیو