کابل کې د طالبانو ښاروالۍ تېرو څلور کلونو کې ۲۴مېلیارده افغانۍ عواید راټول کړي

۱۰ ساعتونه مخکې

په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ ویلي، چې د پلازمېنې له بېلابېلو سیمو څخه یې په تېر کال کې ۷مېلیارده افغانۍ عواید راټول کړي او تېرو څلورو کالونو کې بیا دغه شمېر ۲۴مېلیارده افغانیو ته رسېږي. هم‌مهاله خلک نیوکې کوي، چې طالبانو ترې په بېلابېلو پلمو پیسې ټولې کړي.

د یکشنبې په ور ځ د (چنګاښ ۲۹مه) د یادې ادارې طالب چارواکو له لوري خبریالانو ته په یوې غونډه کې خپل کلنی کاري راپور اورول شوی دی.

د طالبانو د دغه ښاروالۍ فرهنګي سلاکار نعمت الله بارکزي زیاته کړې، چې دغه راټول شوي عواید په پرمختیايي او رغنیزو پروژو لګول شوي دي.

هم‌مهاله کابل ښاریان د ښاروالۍ له لوري په بېلابېلو پلمو له اخیستل کېدونکو پېسو څخه تنګ شوي دي.

د پلازمېنې اوسېدونکي، هټۍوال او د مارکېټونو څښتنان نیوکې کوي، چې طالبان ترې څو څو ځله عواید اخلي؛ خو په بدل کې یې د وړاندې کېدونکو خدمتونو هېڅ څرک نه لیدل کېږي.

همدا راز د یادې ډلې تر ادارې لاندې د کابل ښاروالۍ چارواکو ادعا کړې، چې ګني په تېرو نږدې څلورو کلونو کې یې د سړکونو د تېرېدو په بدل کې هغو کسانو ته چې کورونه یې نړېدلي ۳مېلیارده افغانۍ تاوان ورکړی دی.

پر کابل واکمنې ډلې په کابل کې بېلابېلې رغنیزې پروژ پرانیستې وې؛ خو په عمل کې بیا د دغه ښار د پراختیا لپاره هېڅ ډول اقدام نه دی شوی او لا هم ورځ تر بلې ښاري نظم مخ په خرابېدو دی. د طالبانو له لوري د کابل ښار په یو شمېر سیمو کې د سړکونو تېرېدو له امله زرګونه کورونه نړول شوي او نیوکې شوې دي، چې د سرپناه برابرولو پر ځای دغه ډلې خلک بې سرپناه کړي دي.

نه یوازې په کابل؛ بلکې په بېلابېلو ولایتونو کې خلک نیوکې کوي، چې طالبان د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره پر روزګاریانو او عامو وګړو سخت فشارونه راوړي؛ څو په بېلابېلو نومونو دغه ډلې ته مالیه ورکړي. نیوکې شوې، چې طالبان د خلکو اقتصادي ستونزې په پام کې نه نېسي او د خپلو عوایدو ډېرېدو لپاره له هر ډول فشارونو څخه کار اخلي.

نور خبرونه

رادیو