د افغانستان بانک وایي، د څه باندې یو میلیارد افغانیو په ارزښت یې زاړه بانک نوټونه سوځولي

۱ ساعت مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک وايي، له مرکزي، سوېل ختیځ او ختیځ زونونو څخه راټول ‌شوي یو میلیارد، نهه مېلیونه او ۸۶۷ زره افغانیو په ارزښت یې زاړه بانک نوټونه سوځولي دي.

د دغه بانک له لوري په خپرې شوې خپرپاڼه کې راغلي، چې دغه زاړه بانک نوټونه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان بانک دویم مرستیال ملا محمد اخند په مشرۍ د ګومارل‌شوي پلاوي تر څار لاندې په کابل کې سوځول شوي دي.

په خپرپاڼه کې د نورو زړو بانک نوټونو را ټولولو ژمنه هم شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي:« د دې لپاره چې هېوادوال خپلې مالي راکړې ورکړې په اسانۍ ترسره کړي، د افغانستان بانک وخت په وخت د افغانۍ زاړه بانک نوټونه له بازار څخه راټولوي؛ په بدل کې یې هېوادوالو ته نوي بانکنوټونه وېشي او مندرس بانک نوټونه سوځوي.»

په خبرپاڼه کې همداراز له خلکو غوښتل شوي، چې د افغاني بانک نوټونو سمې ساتنې او کارَونې ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې اوس‌مهال د افغانستان په بازارونو کې ډېری کارېدونکي بانک نوټونه زاړه شوي او خلکو یې په اړه په دوامداره توګه شکایتونه هم کړي دي.

نور خبرونه

رادیو