امریکا د افغان همکارانو د خوندیتوب لپاره له اماراتو سره هوکړې ته ورسېده

۱۱ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر له متحده عربي اماراتو سره یوې هوکړې ته رسېدلی، چې له مخې یې هغه افغان ژباړونکي او سرتېري چې د امریکا له پوځ سره یې د جګړې پر مهال همکاري کړې وه، بېرته افغانستان ته نه استول کېږي.

دا افغانان له څو کلونو راهیسې په ابوظبي کې د کډوالو په یوه کمپ کې بند پاتې دي.

د «جسټ دې نیوز» خبري وېب پاڼې د راپور له مخې، د امریکا د پوځ دا پخواني همکاران او افغان سرتېري چې په راتلونکو میاشتو کې یې د جبري ستنولو خطر ډېر شوی و، اوس د هغوی د خوندي پاتې کېدو لپاره د ویزو د ارزونې بهیر بیا پیل شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې د ټرمپ مرستیال جې ډي ونس، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د سپینې ماڼۍ د کارکوونکو مشر سوزي وایلس دا موضوع وروسته له هغه چې په یوه راپور کې د دغه افغانانو اندېښمن حالت ته اشاره وشوه،په بېړني ډول تعقیب کړه او له دې سره هممهاله ولسمشر ټرمپ په خپله یوه اعلامیه کې ویلي و: «زه به د دوی د ژغورلو لپاره همدا اوس هڅه وکړم».

«جسټ دې نیوز» وایي، دا هڅې هغه وخت پیل شوې چې راپورونه خپاره شول او وېره وه چې دا افغانان بېرته طالبانو ته سپارل کېږي.

له دې سره سم، ټرمپ خپل ټیم ته لارښوونه وکړه چې دا قضیه تعقیب کړي. له څو ساعتونو وروسته بیا له اماراتو سره هوکړه وشوه، چې دا کسان به تر هغې پاتې وي، څو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د هغوی د احتمالي اسکان ارزونه بشپړه شي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، د ولسمشر په غوښتنه د دوی اداره به له اماراتو او نورو شریکانو سره ګډ کار کوي، څو دا ژباړونکي له خطره وژغورل شي او د استوګنې خوندي ځایونه ورته پیدا شي.

د کمپ اوسېدونکي وایي، تېره اوونۍ د امارات چارواکي له خبرداري پرته ورغلي وو او ورته ویلي یې و، چې ښایي بېرته افغانستان ته واستول شي، چې دې خبرو د کمپ اوسېدونکو کې سخته وېره خپره کړه. د دې ډلې یو شمېر کسان ښځې، ماشومان او ځوانان دي چې څلور کاله کېږي په همدې کمپ کې ساتل کېږي.

دغه اقدام وروسته له هغه وشو، چې په برېتانیا کې د یوې اطلاعاتي افشا له امله د شاوخوا ۲۰۰ هغو افغان سرتېرو وژل کېدو راپور ورکړل شو، چې له لوېدیځو ځواکونو سره یې مرسته کړې وه.

ټرمپ د دې خلکو ژغورنه اړینه وبلله او د خپل ټیم له خوا یې د هغوی د راتلونکي د خوندیتوب لپاره بېړني ګامونه واخیستل.

د یادولو وړ ده، دغو افغانانو چې مخکې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لارې قانوني پروسه بشپړه کړې، د ژغورنې نوې هیله پیدا کړې.

نور خبرونه

رادیو