د سور صلیب نړۍوال فدراسیون تازه افغانستان ته د ستنېدونکو کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې یې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
د یاد فدارسیون له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي:« که نړۍواله ټولنه همدا اوس اقدام ونهکړي؛ نو دغه وضعیت به له کنټروله بهر شي.»
په خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د یاد فدراسیون د پلاوي د مشر له قوله راغلي، چې نړۍواله ټولنه باید د راستنېدونکو افغانانو د ښه ژوند لپاره په خپلو مرستو کې زیاتوالی راولي.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو څو اوونیو کې د افغانستان له ګاونډیو او په ځانګړې توګه له ایرانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په بې ساري ډول چټکه شوې او هره ورځ زرګونه کسان په جبري توګه افغانستان ته ستنېږي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي بیا ویلي، چې له طالبانو سره یې د کډوالو په تړاو تماسونه او همغږي ډېره شوې ده.
اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۰مه) په یوې خبري ناسته کې د افغانانو د جبري ستنولو موضوع رد کړه او ویې ویل،« اړتیا ده، چې لومړی دغه مفهوم اصلاح شي؛ دلته د افغان کډوالو د داوطلبانه بېرته ستنېدو د اسانولو خبره ده، نه د جبري اېستلو.»