د ماشومانو پر لوبو بندیز؛ طالبانو کندهار کې هټۍوالو ته سپارښتنه کړې، چې نانځکې ونه پلوري

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۳۰

په کندهار کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف ډلې محتسبانو ځايي هټۍوالو ته سپارښتنې کړې دي، چې د ماشومانو د لوبو وسایل او نانځکې ونه پلوري. محتسبانو د نانځکو ساتل او د هغې لوبول حرام ګڼلي.

یوې سرچینې زیاته کړې، چې د طالبانو امربالمعروف ډلې د نانځکو او د ماشومانو وسایلو یو شمېر هټیو ته په جدي توګه سپارښتنه کړې، چې خپله شته توکي وپلوري او نور د ماشومانو دغه ډول وسایل هټۍ ته را نه وړي.

طالبان له مجسمو او بتانو څخه سخته کرکه لري. له همدې امله یې د خپلې واکمنۍ په تېره دوره کې د بودا مجسمه هم زیانمنه کړه او لا هم په بشپړه توګه نه ده رغول شوې.

دغه ډلې ان د ژوندیو موجوداتو وېډیو او انځورونه هم منعه اعلان کړي دي. د ملا هبت الله د امر له مخې؛ په ځینو ولایتونو کې ټلوېزیوني خپرونې بندې شوې دي او یوازې راډیوګانې فعالیتونه لري. د طالبانو مشر هم د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرولو او مجسمو سخت خلاف دی.

طالبانو د علي مزاري په ګډون د افغانستان د یو شمېر نورو مشهورو څېرو مجسمې هم په خپله روانه واکمنۍ کې ویجاړې کړې دي.

طالب چارواکو په تېرو نږدې څلورو کلونو کې پر افغانانو د بېلابېلو لوبو، تفریحي فعالیتونو او فرهنګي دودونو محدودیتونه لګولي دي.

دغه محدودیتونه له وخت سره، سره لا زیات شوي دي. په دې وروستیو کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت سخت دریځي لا پسې زیاته شوې او د کابل په بېلابېلو سیمو کې یې لسګونه نجونې هم نیولې دي. تر دې دمه طالبانو د دغو ښځو د نیولو لاملونه نه‌دي روښانه کړي.

نور خبرونه

رادیو