په پکتیا کې؛ طالبانو د کرکټ لوبغاړو پر ورزشي جامو د ملي بیرغ پر نښان بندیز ولګاوه

۸ ساعتونه مخکې

د پکتیا احمد ابا ولسوالۍ کې د کرکټ ځینو لوبغاړو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې طالبانو د کرکټ لوبغاړو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې هغه ورزشي جامې نه پر تن کوي چې د افغانستان ملي بیرغ پکې وي.

طالبانو لوبغاړو ته ویلي چې دا کار ددې ډلې د نظام خلاف عمل ګڼل کېږي.

د پکتیا په احمد ابا ولسوالۍ کې د کرکټ لوبې ځینو لوبغاړو نن دوشنبه، د چنګاښ ۳۰مه، وویل چې په یاده ولسوالۍ کې د کرکټ د لوبو لړۍ «احمد ابا اتلولۍ جام» سیالۍ پیل شوې دي.

د طالبانو د پکتیا احمد ابا ولسوالۍ استخباراتو مدیریت له ټولو لوبغاړو غوښتي، چې د لوبو پرمهال داسې ورزشي جامې وانغوندي، چې د افغانستان ملي بیرغ او یا هم لوګو پرې وي.

په دغه خبرداري کې راغلي، چې که کوم لوبغاړی له دغه امر څخه سرغړونه وکړي نو لوبغالي ته به نه پرېښودل کېږي او ددې لوبو په لړۍ کې له ګډون څخه بې برخې کیږي.

طالبانو دغه راز ویلي، چې که د کوم لوبغاړي په ورزشي جامو کې د افغانستان بیرغ او یا هم لوګو وي هغوی کولی شي چې په شخصي کالیو کې لوبه وکړي.

ځینو لوبغاړو وویل چې د طالبانو دغه امر سخت نهیلي کړي دي.

دا نیوکې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو له بیاځلې واک ته رسېدو سره په ټول هېواد کې د افغانستان پر ملي بیرغ بندیز لګولی، خو لاهم په نړۍ کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ملي بیرغ او سرود ترچتر لاندې لوبې کوي.

نور خبرونه

رادیو