شپږېزه کرېکټ لیګ کې نن بُست لوبډلې سپین غر او بند امیر د مس عینک اتلانو ته ماتې ورکړه

پرون

د شپږیزه کرېکت لیګ لسم پړاو سیالیو کې نن یکشنبې دوه سیالۍ وشوې، چې په لومړۍ سیالۍ کې د بند امیر ښامارانو لوبډلې د مس عینک اتلانو ته د شپږو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د لومړۍ لوبې په جریان کې د مس عینک اتلانو لوبډلې لومړۍ توپوهنه وکړه او شلو اورونو کې یې د پنځو لوبغاړو په زیان سره د سهیل خان زرمتي ۵۹ ناسوځېدلو او ناصر جمال ۴۷ منډو په مټ سیالې لوبډلې ته د ۱۸۷ منډو هدف ورکړ.
د لوبې په دویمه برخه کې د بند امیر ښاماران لوبډلې د څلورو لوبغاړو په زیان سره ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۹،۲ اورونو کې پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د یکشنبې په ورځ د شپږیزه کرېکټ لیګ په دویمه لوبه کې بُست ساتونکو لوبډلې د شپږو لوبغاړو په زیان په شلو اورونو کې ۲۰۲ منډې جوړې کړې.
خو د لوبې په دویمه برخه کې د سپین غر پړانګان لوبډلې ونه شو کړای، چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او د ۱۳۷ منډو په جوړولو سره یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

نور خبرونه

رادیو