د شطرنج نړۍواله ورځ په ټوله نړۍ کې د دغې پخوانۍ او فکري لوبې د ارزښت او پراخې مینې د درناوي له کبله نمانځل کیږي. شطرنج یوه ذهني، ستراتیژیکه او تاریخي لوبه ده چې څه باندې یو زرو او ۵۰۰ کاله پخوانۍ مخینه لري.
د معلوماتو لهمخې، دا لوبه لومړۍ په هند کې پیل شوې، بیا ایران، عرب نړۍ او وروسته اروپا ته رسېدلې ده.
د شطرنج نړۍواله ورځ په لومړي ځل د ۱۹۲۴ کال د جولای پر ۲۰مه د شطرنج د نړۍوال فدارسیون له جوړېدو سره سمه اعلان شوه.
دغه لوبه په افغانستان کې هم ډېر مینهوال لري، خو طالبان وايي چې د شرعي ملاحظاتو له کبله تر نامعلومې نېټې بنده ده.