رویټرز خبري اژانس د غزې د روغتیا وزارت له قوله راپور ورکړی، چې د اسرایيلي ځواکونو په ډزو کې لږ تر لږه ۶۷ فلسطینیان هغه مهال ووژل شول، کله چې د ملګرو ملتونو د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو په تمه په شمالي غزه کې ولاړ وو.
د راپور له مخې، دا پېښه د یکشنبې په ورځ رامنځته شوې چې له امله یې لسګونه نور کسان ټپیان شوي دي.
روغتیايي چارواکي وايي، دا له هغو خونړیو پېښو څخه یوه ده چې په وروستیو ورځو کې یې خلک د مرستو د تمې پر مهال له مرګژوبلې سره مخ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې یوازې د شنبې په ورځ ۳۶ کسان په ورته پېښه کې وژل شوي او د غزې په سوېل کې د یوه بل مرسته کوونکي مرکز ترڅنګ هم شپږ تنه وژل شوي دي.
د اسرایيل پوځ بیا په یوه بیان کې ویلي، چې د دوی ځواکونو په شمالي غزه کې پر یوې پراخې غونډې «خبروونکې ډزې» کړې دي، څو د دوی له لوري راپورته شوی «فوري ګواښ» له منځه یوسي.
دوی ادعا کوي، چې د تلفاتو په لومړنيو راپورونو کې ښایي مبالغه شوې وي او دا هم زیاتوي، چې دوی «هېڅکله د بشري مرستو موټر قصدا نه په نښه کوي.»
خو د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام (ډبلیو اېف پي) وایي، چې پر یو شمېر مرسته غوښتونکو هغه مهال برید وشو، کله چې د خوراکي توکو یو کاروان له هغوی سره د مرستې په حال کې و.
د غزې ځايي ډاکټران وايي، ډېری وژل شوي او ټپیان هغه ملکي وګړي وو، چې د ملګرو ملتونو د مرستو په تمه د خوراکي توکو وېش ځای ته ورغلي وو.
په راپورونو کې د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی.
په عین حال کې، د اسراییلي پوځ ویاند ویلي دي چې دوی به د غزې پر بېلابېلو برخو باندې خپل عملیات پراخ کړي.
بل لور ته د یرغمل شویو کسانو کورنۍ اندېښنه لري، چې د جګړې پراخېدو سره به د هغوی عزیزان له خطر سره مخ شي