جلاوطنه افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړې په دوو نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي

۲۴ ساعتونه مخکې

د کرېکټ نړۍوالې شورا اعلان وکړ، چې جلاوطنه افغان ښځینه کرېکټ لوبغاړې په دوو نړۍوالو سیالیو کې ګډون کوي.

دا لوبغاړې سږکال د هند او سریلانکا په کوربه توب د ښځو ۵۰ اوریز نړۍوال جام او راتلونکی کال د برېتانیا په کوربه په شل اوریز نړۍوال جام کې برخه اخلي.

د شورا د اعلامیې له مخې، دا پرېکړه د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۹مه) د نړۍوال کرېکټ شورا د کلنۍ ناستې پر مهال په سینګاپور کې شوې، چې موخه یې له افغان ښځینه لوبغاړو څخه ملاتړ دی.

خبرپاڼه کې راغلي: «د نړۍوال کرېکټ شورا د ځانګړې تګلارې له مخې، د جلا وطنه افغان لوبغاړو د ملاتړ لپاره یادو لوبغاړو ته به د مهمو نړۍوالو سیالیو لکه د ۲۰۲۵ نړۍوال جام او د ۲۰۲۶ T20 نړۍوال جام کې د ګډون فرصتونه برابر شي.»

د شورا په وینا، دا برنامه یوازې سیالۍ نه، بلکې د افغان ښځینه لوبغاړو د مسلکي وړتیاوو لوړولو، تمریني فرصتونو او د کورنیو سیالیو د ګډون لپاره هم ځانګړې شوې ده.

تمه ده، چې د ښځو پنځوس اوریز نړۍوال جام د ۲۰۲۵ کال په پای کې او د شل اوریز نړۍوال جام د ۲۰۲۶ کال په نیمایي کې ترسره شي.

له دې وړاندې د نړۍوال کرېکټ شورا په یوه بله ناسته کې پرېکړه شوې وه، چې د هند، برېتانیا او اسټرالیا د کرېکټ بورډ له استازو سره یو ګډ کمېسیون جوړ شي، څو د افغان ښځینه لوبغاړو ملاتړ ته دوام ورکړي.

شورا همداراز ویلي، چې د یادو ورزشکارانو د مالي ملاتړ لپاره به یو ځانګړی مالي صندوق هم جوړ شي.

د یادونې وړ ده، چې له افغانستانه بهر مېشت د افغان ښځینه کرېکټ ټیم د تېر لمریز کال د سلواغې میاشتې (فبرورۍ) کې له نږدې څلور کلن بندیز وروسته له «ښځینه کرېکټ پرته له پولو» (Cricket Without Borders Women) ټیم سره یوه دوستانه سیالي ترسره کړې وه.

د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، دوی پر ښځو او نجونو د زده کړو، کار، تګ راتګ او حجاب په برخه کې سخت محدودیتونه ولګول، چې د ښځو ورزش هم ترې مستثنا نه دی پاتې شوی.

نور خبرونه

رادیو