د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې ایران په تېرو پنځو لسیزو کې په پراخ سخاوت د افغان کډوالو میلمهپالنه کړې ده او دا یې د خپل هېواد د ولس د مهربانۍ نښه ګڼلې ده. بقايي وايي، چې له طالبانو سره یې د کډوالو په تړاو تماسونه او همغږي ډېر شوي.
اسماعیل بقايي د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ پر ۳۰مه په یوه خبري ناسته کې د افغانانو د جبري ستنولو موضوع رد کړه او ادعا یې وکړه، چې «لومړی اړتیا ده چې یو مفهوم اصلاح شي؛ دلته د افغان کډوالو د داوطلبانه بېرته ستنېدو د اسانولو خبرې دي، نه د جبري ایستلو».
هغه زیاته کړه، چې د ایران ولس په تېرو پنځو لسیزو کې له خپلو افغان وروڼو او خویندو سره هر څه چې یې وس رسېده، شریک کړي دي.
بقایي وویل چې نړیوالې ټولنې څو څو ځله د ایران د دولت او ولس «مسوولانه او انساني چلند» ستاینه کړې ده.
دی زیاتوي: «په تېرو څو کالونو کې زموږ هڅې دا وې چې د کډوالۍ بهیر منظم شي. موږ له قانوني مهاجرت سره هېڅ ستونزه نه لرو».
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار وکړ چې د کډوالو د انساني کرامت درناوی د ایران لپاره یو مهم اصل دی. هغه وویل، چې ایران له طالبانو سره نږدې تماسونه لري او دا موضوع یې تل تعقیب کړې ده.
بقایي زیاته کړه چې په تېرو درې یا څلورو ورځو کې دا تماسونه لا زیات شوي دي او د هرات له سیمهییزو طالب چارواکو او همداراز پولهساتو مسوولینو سره هم همغږي شوې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د ویاند دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې ایران په وروستیو اونیو کې په سلګونو زره افغان کډوال په زور افغانستان ته ستانه کړي او کډوال ددغه هېواد د امنیتي ځواکونو او د کورونو د څښتنانو او کارورکوونکو له چلنده سر ټکوي.
ګڼ شمېر افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته په خپلو پیغامونو کې ویلي، چې ایراني پولیس ترې پیسې اخلي او د کورونو څښتنان او د کار مالکان یې د ګروۍ پیسې او لاسباړې نه ور کوي.