سهیل شاهین په قطر کې له افغان سوداګرو سره د صادراتو او پانګونې د پراختیا په اړه خبرې کړي

۱۱ ساعتونه مخکې

په قطر کې د طالبانو سفارت ویلي، چې محمد سهیل شاهین په دوحه کې له مېشتو افغان سوداګرو سره لیدلي او په دې لیدنه کې د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا، افغاني صادراتو ته د بازار موندنې او پانګوالو ته د اسانتیاوو د رامنځته کولو په اړه خبرې شوې دي.

په دوحه کې د طالبانو سفارت په خپله رسمي اعلامیه کې ویلي: «په دې ناسته کې د افغانستان او قطر ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لارو چارو، د افغاني زراعتي محصولاتو لکه وچو او لمدو مېوو د صادراتو لپاره د بازار موندنې او سوداګرو ته د لازم ملاتړ د برابرولو پر موضوعاتو بحث وشو.»

د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې د افغان او قطري سوداګرو ترمنځ د ګډې پانګونې پر فرصتونو هم خبرې اترې شوې دي.

طالبانو ویلي، د افغاني محصولاتو د معرفي کولو لپاره د نندارتونونو پر جوړولو هم نظرونه تبادله شول.

طالب چارواکو دا نه‌ده څرګنده کړې، چې یادې پرېکړې به کله او څنګه عملي شي، خو وایي چې د خصوصي سکټور ملاتړ ته ژمن دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دې هېواد اقتصادي وضعیت له سختو ننګونو سره مخ شو. نړۍوال بندیزونه، د بانکي نظام ستونزې او د نړۍوالو پانګوالو بې‌باوري د خصوصي سکټور پراختیا له خنډ سره مخ کړې ده. طالبانو هڅه کړې چې له سیمه‌ییزو هېوادونو په ځانګړې توګه له قطر سره اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي، څو د صادراتو دروازې پرانیزي او کورني تولیدات نړۍوالو بازارونو ته ورسوي. له همدې امله له افغان سوداګرو سره د طالبانو ناستې د اقتصادي همکارۍ د پراخولو یوه هڅه بلل کېږي.

نور خبرونه

رادیو