له ایرانه د کډوالو اېستل؛ تېره ورځ څه باندې ۲زره افغانې کورنۍ ستنې شوې دي

۱۴ ساعتونه مخکې

د طالبانو له لوري د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، له ایرانه د افغانانو د اېستلو بهیر په لړ کې تېره ورځ یک شنبه د (چنګاښ ۲۹مه) شاوخوا ۲۰۱۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې، چې ټولیز شمېر یې ۱۲۵۶۷ کسانو ته رسېږي.

د دغه کمېسیون د معلوماتو له مخې؛ د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لارې ۱۷۰۹ کورنۍ او د نیمرو پر ورېښمو پله ۳۰۵ کورنۍ تېره ورځ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د‌ طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا؛ د دغو کسانو د ثبت او بایومتریک بهیر هم ترسره شوی دی. هم‌مهاله له پاکستانه هم د افغانانو د اېستلو بهیر روان دی، چې تېره ورځ د تورخم له لارې ۷۶ او د کندهار په سپین بولدک بیا ۳۴ کورنۍ افغانستان ته تللې دي.

طالبانو ویلي، چې دغو تازه ستنو شویو افغانانو ته یې نغدي مرستې ورکړې دي او د ټرانسپورټ اسانتیاوې هم ورته برابرې شوې دي.

پر کابل واکمنې ډلې زیاته کړې، چې له پولو څخه بېلابېلو ولایتونو ته د دغو تازه ستنو شویو افغانانو د لېږد وړیا بهیر هم روان دی. په دې لړ کې یو شمېر شتمنو او سوداګرو هم خپلې مرستې پیل کړې دي.

له ایران څخه په دې وروستیو کې د افغانانو د اېستلو بهیر خورا چټک شوی دی. د طالبانو د رسمي شمېرو له مخې؛ په تېرو ۲۸ورځو کې ایران نږدې ۷۰۰زره افغانان په جبري توګه خپل هېواد ته اېستلې دي او له دې ډلې ډېرو هغو یې په ایران کې د حکومت له ناسم چلند څخه شکایتونه کړي دي.

ایراني پولیس هره ورځ اوس د یاد هېواد په بېلابېلو ښارونو کې کوڅه په کوڅه او کور په کور د افغانانو نیول کېدو پسې ګرځي او ان تر شکنجو لاندې یې هم راولي.

په ایران کې د افغان کډوالو د پنډغالو دننه د څښاک اوبو د نشتوالي او سختې ګرمۍ له امله هم ځینې کسان مړه شوي دي.

هم‌مهاله د ملاهبت الله په امر په هرات کې د طالبانو والي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی؛ څو هلته له چارواکو سره د افغان کډوالو د روان بهیر د ستونزو په تړاو خبرې وکړي.

دغه ډلې زیاته کړې، چې دغه پلاوی به د افغانانو د باعزته او په تدریجي توګه د ستنېدو مساله له ایراني چارواکو سره بحث کړي.

ایران او پاکستان داسې مهال د افغان کډوالو اېستل کېدو لړۍ ګړندۍ کړې، چې افغانستان د طالبانو په واکمنۍ کې له سخت او جدي انساني ناورین سره مخ دی.

اندېښنې دا دي، چې د دغو تازه ستنېدونکو سره به هېواد کې د بې روزګارۍ، لوږې او فقر څپې لا پسې پراخه شي.

نور خبرونه

رادیو