طالبان وايي، غزني ولایت کې یې لسګونه مېرمنې له ظلمه ژغورلې دي

۱۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو د امرباالمعروف وزارت د خپلو درې میاشتنیو لاسته راوړنو په تړاو خپور شوي بیان کې ویلي، چې یوازې په غزني ولایت کې یې لسګونه مېرمنې له ظلم او تاوتریخوالي ژغورلې دي.

دغه بیان چې نن دوشنبه د (چنګاښ ۳۰مه) د امربالمعروف وزارت پر اېکس پاڼه خپور شوی پکې راغلي، چې «د ۱۴۰۴ په لومړیو درېیو میاشتو کې د غزني ولایت د امر بالمعروف محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا ۱۰۵ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر افغان ښځینه فعالانې بیا وايي چې له مېرمنو سره تر ټولو لوی ظلم په خپله طالبان کوي.

په کابل کې د ښځو د حقونو یوه فعاله چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وايي، نږدې څلور کاله کېږي چې طالبانو افغان مېرمنې له خپلو شرعي حقونو له کوم دلیل پرته راګرځولې دي.

هغه وایي:« دا خبره ماته جالبه وي، چې دوی هره ورځ دا تبلیغات کوي چې موږ پر ښځو د ظلم مخه نیسو؛ لوی ظلم خو دا دی، چې ښځې او نجونې مو له زده‌کړو، کار، سپورټ او نورو داسې فعالیتونو چې په اسلام کې ورته اجازه ورکړل شوې راګرځولې دي.»

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره سم پر افغان مېرمنو او نجونو پراخ محدویتونه ولګول، چې په کور دننه او بهر یې ګڼ او توند غبرګونونه راوپارول.

که څه هم طالبانو ته د بشري حقونو د نقض او په ځانګړې توګه پر افغان مېرمنو د لګول شویو محدیتونو له کبله د ملامتۍ ګوته نیول کېږي؛ خو ویاندویانو یې بیا ویلي، چې په افغانستان کې د ټولو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونه د دوی په ټکو د «اسلامي شریعت» په چوکاټ کې خوندي دي.

نور خبرونه

رادیو