د نړۍ د کرېکټ لیګ (WCL) تنظیموونکې ادارې ویلي چې د هند او پاکستان ترمنځ کېدونکې سیالۍ یې د خلکو د احساساتو د پارېدو له امله لغوه کړې ده.
د ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یادې سیالۍ اعلان د خلکو احساسات وپارول او د هند د کرېکټ ځینو پخوانیو لوبغاړو په دې اړه غبرګونونه وښودل.
د نړۍ د کرېکټ لیګ له خلکو بښنه غوښتي او دا یې ویلي چې دوی هڅه کوله د هند او پاکستان ترمنځ د ستورو لوبغاړو په سیالۍ خلکو ته د خوښۍ پلمه برابره کړي.
د هند او پاکستان ترمنځ د کرېکټ ترمنځ دغه لغوه شوې سیالي په لندن کې ترسره کېدله او د دواړو هېوادونو د کرېکټ د ملي ټیم پخواني او ځینې اوسني لوبغاړي یې برخهوال وو.